Powered by RND
PodcastsGobiernoد ژوند لاره - راه زندگی
Escucha د ژوند لاره - راه زندگی en la aplicación
Escucha د ژوند لاره - راه زندگی en la aplicación
(6 012)(250 108)
Favoritos
Despertador
Sleep timer

د ژوند لاره - راه زندگی

Podcast د ژوند لاره - راه زندگی
Dr. Mohammad Ashraf Ghani
له ولسمشر محمد اشرف غني سره د پودکاستونو په دې لړۍ کې د تېرو تجربو پر بنسټ د راتلونکي لپاره د لید جوړولو موضوع مرکزي نیول شوې او زموږ د گران هېواد، ارزښتونه، شت...

Episodios disponibles

5 de 28
  • Historical Overview of Kabul City | Dr. Ashraf Ghani
    موضوع بحث ما امروز فراز و نشیب های کابل در طول تاریخ و درس هایی است که مخصوصاً جوانان کشور باید از آن بیاموزند. کابل تاریخی، به استناد تحقیقات استاد کهزاد از خوردکابل توسعه یافته و برای سده های طولانی در اطراف کوه شېردروازه و بالاحصار تمرکز داشته که همواره یکی از شهرهای عمده منطقه به شمار می رفته است.کابل د امیر عبدالرحمان خان تر مهاله یو ګڼ ملتي ښار و چې د لویو قومونو ترڅنګ په کې زرګونو ارمنیانو، یهودانو، کوردانو، هندوانو، سکهانو او نورو اقلیتونو ژوند کاوه. لږ تر لږه اووه لوی چمنونه او ګڼې لمدې سیمې (جبه زارونه) یې درلودل چې د ښار د هوا په پاکۍ او د سېلابونو کنترول کې یې مهمه ونډه درلوده. اما دغه طبیعي نعمتونه د ناسمو ښاري پلانونو او غصبونو په نتیجه کې له منځه ولاړل او دا ښار یې له نا اټکلېدونکو عواقبو سره مخامخ کړ.پایتخت ما همچنان بار ها از قهر طبیعت (زلزله ها، وباها و قحطی ها) و قهر انسان (حملات خارجی و جنگ های داخلی) رنج برده و دار و نه دار آن پایمال شده و دوباره از خاکستر قد راست کرده است.د تاریخ په پاڼو کې د حقایقو لټول زموږ د تاریخي حافظې د ژوندي ساتلو له پاره مهم دي چې ولس وپوهېږي، په تېره بیا د وروستۍ نیمې پېړۍ په پېښو چې د کابل منځ کې چا گولۍ وچلولې؟ او څوک وو چې عوامل د دې بربادۍ شول؟ دا حقایق باید د خلکو په ذهن کې ځای شي. په دې خپرونه کې یاد شوي کتابونه او د مرکې بشپړ متن له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولی شئ:https://mohammadashrafghani.com/ps/28th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/dari/28th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/28th-podcast/
    --------  
    1:15:22
  • Our Cities (Developmental Projects) | Dr. Ashraf Ghani
    موږ په نمونه یي ډول د کابل په ګډون د افغانستان شپږو ښارو له پاره داسې طرحې جوړې کړې وې چې د شلمې او نولسمې پېړیو مثبتو تجربو پام کې نیولو سره، هغوی د ۲۱ پېړۍ ژوندانه ته چمتو کړي. دغه طرحې چې لا هم هماغسې د پلي کېدا وړ دي، په نړیواله پانګه تموېل او پخپله د افغان کارپوهانو او ولس په ګډون پلې کېدې.قرار بود با تطبیق این برنامه ها مزارشریف بعنوان خواستگاه مولانا، هرات به حیث شهر عبدالله انصاری و اثر شکوهمند تمدن تیموری، قندهار در مقام نخستین پایتخت افغانستان معاصر، خوست بعنوان پیوند دهنده عملی مردمان دو سوی خط دیورند، جلال آباد به حیث دومین پایتخت زمستانی زمامداران افغان بعد از باختن پشاور، و کابل به عنوان قلب تپنده کشور، برجستگی و جاذبه تاریخی خود را دوباره به دست آورند.په دې طرحو کې تاپي پروژې ته د «دویم هلمند سیند» په حیثیت کتل کېدل چې له تورې غونډۍ تر سپین بولدکه دا ټوله ساحه په یوه اساسي انکشافي کوریدور واړوی؛ هرات د افغانستان لومړنی ښار کېده چې د اوسپنۍ پټلۍ درې مسیرونه په کې – ترکمنستان ته، ایران ته او ازبکستان ته وصل شي او داسې نور.تاکید بر این بود که خود افغانها با راه اندازی سفر ها به این شهر ها همدیگر را خوب بشناسند و ازین طریق شیرازه وحدت ملی را محکمتر سازند. در عین حال جلب جهانگردان خارجی نیز در مرکز توجه بود که بر اساس تخمین های مقدماتی، حد اقل سالانه یک میلیون شهروند چین میتوانست از شهرهای مختلف ما دیدن کنند. این امر در کنار سرازیر کردن ارز خارجی به کشور، در تغییر چهره کشور در سطح منطقه و جهان میتوانست موثر باشد.دا کارونه اوس هم عملي کېدلی او نړۍ ته د افغانستان دروازې پرانستل کېدلی شي، خو دا هرڅه د امنیت او ثبات له ټینګښت او د کورني او نړیوال مشروعیت له تامین سره مخامخ او نه شلېدونکی تړاو لري او بې له هغو نه شي کېدای.ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لینک څخه تر لاسه کولی شئ:https://mohammadashrafghani.com/ps/27th-podcast/
    --------  
    1:08:01
  • Our Cities (An Overview) | Dr. Ashraf Ghani
    زموږ لوی ښارونه له یوه ژور بحران نه تېرېږي چې ګڼ عوامل او اوږده سابقه لري. ناسنجېدلې پراخېدا او د پایښت او مقاومت له پامه غورځول یې په دغو عواملو کې تر ټولو لوی وو چې موږ یې د سمونې او رغونې له پاره د ښاري ستراتېژیک چوکاټ په نامه یوه پخه طرحه جوړه او پلې کېدو ته وړاندې کړې وه.هدف این بود که شهرهای ما پاسخگوی نیاز های قرن ۲۱ باشد، نه قرن ۱۹ و نه قرن ۲۰. به این معنی که شهرهایی با جوامع مقاوم، دارای قدرت مقابله با چالش های مدرن، دارای مدیریت مسوول و با صلاحیت، و مبتنی بر میراثهای فرهنگی افغانی ایجاد شوند.د «ښار ګوټو» بې کنټرولې پراخېدا زموږ ملي ټولنیز اوډون کمزوری کړ او ښاري وګړي یې د پیوستون پرځای، په قومي جزیرو او سیمو وویشل. د ځمکو مافیا د ښاري طرحو او کنټرول په کمزورتیا کې، د شخصي ګټو له پاره، ښارونه په کاریکاتورونو واړول. اگر تداوم ما – تداوم حکومتداری از دوران داود خان دوام میکرد و سرمایه بشری افغانستان – که در این بخش قابل ملاحظه بود، دوام میکرد؛ شکل شهری ما نوع دیگر میبود. بیست سال تجاوز اتحاد شوروی و بعد از آن جنگها بین جنگ‌سالارهای ما، و به تعقیب آن وضعیت امنیتی وخیم که بعد از سال ۲۰۰۶ ایجاد شد، شرایط را دشوار ساخت.نن په دې پودکاست کې دافغانستان د ښارونو په عمومي ستونزو او ننګونو بحث شوی دی.ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولی شئ:https://mohammadashrafghani.com/ps/26th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/dari/26th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/26th-podcast/
    --------  
    55:03
  • Our Urban Civilization (Part 2) | Dr. Ashraf Ghani
    بحث تاریخ تمدن شهری ما امروز با جستجو در گستره تمدن بودایی افغانستان ادامه می یابد که هم جاگزین و هم ادامه دهنده تمدن بالنده یونان و باختری شمرده می شود.زموږ بودایي تمدن، په تېره اصلي منابعو ته د رجعت او د استاد-شاګردي مناسباتو له پلوه ددغه تمدن نورو سیمو ته دومره مرکزي حیثیت موندلی و چې د جاپان د امپراتورانو په څېر یې ځینې اوسني لارویان لا هماغسې په درناوي یادوي. با گسترش دین مبین اسلام، دوران بودایي جای خود را به چنان یک تمدن پربار دیگری خالی کرد که در مراحلی، رنسانس اروپا در برابر آن رنگ می باخت. دا هغه دوره ده چې د ابن سینا او ابو ریحان غوندې شخصیتونه په کې مکالمې لري، فلسفې بحثونه کوي؛ علوم دومره غوړېږي چې اوس یې باورول ګران برېښي او د پوهې داسې څانګه نه موندل کېږي چې پام پرې ټول نه وي. ښاري تمدن هم ددې شتمن پړاو له اغېزو په څنګ پاتې نه شو چې ځينې بېلګې یې تر ننه د اسلامي هېوادو په جوړښتونو کې ځان څرګندوي.در دوران جدیدتر اما، نقش دو زمامدار کشور – امیر شیرعلی خان و شاه امان الله را در رابطه با تمدن شهری باید بطور جداگانه برجسته ساخت که یکی با اساسگذاری شهر جدید شیر پور و دیگری با ترویج و تعمیل نقشه های جدید شهرسازی، فصل های جداگانه، اما متاسفانه نا تمام را به نامهای خود رقم زدند. ددې بحث بشپړ متن له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولی شئ:https://mohammadashrafghani.com/ps/25th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/dari/25th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/25th-podcast/
    --------  
    56:58
  • Our Urban Civilization (Part 1) | Dr. Ashraf Ghani
    ددې اوونۍ بحث په افغانستان کې د ښاري تمدن تاریخ دی چې د سمو کیندنو له نشتوالي سره سره یې پیل په شتو اسنادو تر میلاد د مخه ۳ زرو یا ۴ زرو کلو کې اټکلولی شو.ایجاد شهرها در جغرافیای ما با موجودیت آب، زمین زراعتی و نیز راههای تجارتی رابطه مستقیم داشت که مهمترین آنها، در هیمنجا با هم وصل می شد. با توجه به همین حقیقت بود که من اصطلاح «چهار راه آسیا» را برای تاکید بر نقش ما در تجارت منطقه یی دوباره رایج ساختم.زموږ د ښاري ژوندانه د سطحې د پېژندنې له پاره به دا بس وي چې د آی خانم او هډې راپاته لرغوني پاتې شوني یاد کړو چې د طبیعي علومو، ریاضیاتو او فلسفې په تدریس شاهدي وایي.ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لېنکو تر لاسه کولی شئ:https://mohammadashrafghani.com/ps/24th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/dari/24th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/24th-podcast/
    --------  
    54:40

Más podcasts de Gobierno

Acerca de د ژوند لاره - راه زندگی

له ولسمشر محمد اشرف غني سره د پودکاستونو په دې لړۍ کې د تېرو تجربو پر بنسټ د راتلونکي لپاره د لید جوړولو موضوع مرکزي نیول شوې او زموږ د گران هېواد، ارزښتونه، شتمنۍ او وړتیاوې په کې سپړل شوې او څېړل شوې دي. د پودکاستونو دا لړۍ داود جنبش وړاندې کوي.این سلسله برنامه ها، به استقبال از سه صدمین سالگرد تاسیس دولت معاصر افغانستان که با سال ۲۰۴۷ مصادف است، تهیه و عرضه می شود و هر شماره آن به بخش هایی از حیات ملی و اجتماعی ما اختصاص داده شده است.
Sitio web del podcast

Escucha د ژوند لاره - راه زندگی, Punto de Fuga - Podcast de Arquitectura y muchos más podcasts de todo el mundo con la aplicación de radio.es

Descarga la app gratuita: radio.es

  • Añadir radios y podcasts a favoritos
  • Transmisión por Wi-Fi y Bluetooth
  • Carplay & Android Auto compatible
  • Muchas otras funciones de la app
Aplicaciones
Redes sociales
v7.1.1 | © 2007-2024 radio.de GmbH
Generated: 12/26/2024 - 6:29:48 PM